د ۲۰۲۵ کال د بیجینګ کلتوري فورم د سپتمبر په ۲۳مه نېټه په بېجينګ کې پرانيستل شو. د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کمېټې د سياسي بیورو غړي او د مرکزي کمېټې د نشراتو د څانګې وزير لي شو لې د دې فورم په پرانیستونکو مراسمو کې ګډون وکړ او يوه مهمه وينا يې وکړه.
ګډوالو چیني او نړيوالو مېلمنو دا نظر څرګند کړ چې د رئیس شي جين پينګ وړانديز چې د کلتور او ټېکنالوژۍ د يو ځای کولو لپاره اغېزمن ميکانيزم وپلټي، او په کلتوري پرمختګ کې د ډيجيټل ځواکمنتيا او د معلوماتو پر بنسټ بدلون ترلاسه کړي، د کلتور او ټېکنالوژۍ د ګډ پرمختګ لپاره ستر اهميت لري.
د ۲۰۲۵ کال د بېجينګ کلتوري فورم اصلي موضوع د کلتور او ټېکنالوژۍ مدغم پرمختګ ده. په دې فورم کې د ۵۸ هېوادونو او سيمو له ۸۰۰ څخه زياتو مېلمنو ګډون کړی و.



































