د بېجينګ پر وخت د سپتمبر تر ۲۳مې نېټې پورې د ملګرو ملتونو له ۱۹۳ غړو هېوادونو څخه ۱۵۲ يې د فلسطين دولت په رسميت پېژندلی دی او د امنيت شورا په ۵ دايمي غړو هېوادونو کې يوازې امريکا تر اوسه د فلسطين دولت مشروعيت نه دی منلی. د چين ميډيا ګروپ سي جي ټي اين په دې اړه پر انترنيټ يوه سروې ترسره کړې چې له مخې يې د دغه سروې ۷۸.۲ سلنه ګډون کوونکو د دوو دولتونو لايحه د فلسطين مسئلې د حل او هم په منځني ختيځ کې د سولې د تامین يوازينۍ لار بللې، ۸۱.۸ سلنه ګډون کوونکي په دې نظر دي چې نړیواله اجماع دا ده چې فلسطين بايد د ۱۹۶۷ کال د سرحداتو پر بنسټ او د ختيځ بيت المقدس په پلازمېنې سره يو پوره حاکميت لرونکی دولت جوړ کړي.



































