د چين خارجه وزير وانګ يي د سپتمبر په ۲۳مه نېټه په بېجينګ کې د امريکا د عوامو مجلس د غړي سميتس په مشرۍ له راغلي پلاوي سره وکتل. دواړو خواوو د خپلمنځي تګ راتګ د پياوړتيا او د چين او امريکا اړيکو د ثابت، سالم او دوام لرونکي پرمختګ په اړه خپلې نظريې په ډاګه کړې دي.
خارجه وزير وانګ يي د کتنې په ترڅ کې هيله وښوده چې د دغه پلاوي روان سفر به د چين په اړه لا زيات معلومات لاسته راوړي، په عيني توګه چيني لوري ته کتنه وکړي، د دواړو هېوادونو ترمنځ توپيرونه په منطقي ډول حل کړي، له چين سره مهربانه تعامل وکړي، همکاريز فرصتونه پيدا کړي او د چين او امريکا اړيکو ثابت، سالم او دوام لرونکي پرمختګ ته خدمتونه وکړي څو په نتيجه کې د د دواړو لويو هېوادونو د ګډ ژوند سمه لار پيدا کړي او دواړو هېوادونو او نړۍ ته ګټې ورسوي.



































