د چین د کمونېست ګوند د مرکزي کمېټې عمومي منشي، دولت رئیس او د مرکزي پوځي کمیسیون مشر شي جين پينګ د سپتمبر د ۲۳مې نېټې په ماسپښین کې د شينجيانګ د مختلفو قومونو له استازو سره وکتل.
هغه د یادې مرکزي کمېټې په استازیتوب د شينجیانګ د بېلا بېلو قومونو خلکو ته سلامونه او نیکې هیلې وړاندې کړې او امید یې وښود چې ځايي وګړي په ګډه سره کوښښونه وکړي او د چین شکله عصري کېدو په جریان کې لا ښکلی شينجیانګ جوړ کړي.
شي جين پينګ دغه راز د شینجیانګ د اویغور کورواکې سیمې د اړوندو ادارو، د شینجیانګ د تولید او ابادۍ اډې له مسئولانو، شینجیانګ ته د خدمت لپاره استول شویو کادرونو ، ځايي پولیسو او مذهبي شخصیتونو له استازو سره هم وکتل.



































