د چين مډيا ګروپ او په چين کې د ملګرو ملتونو استازولۍ لخوا په ګډه د ملګرو ملتونو د تاسيس د اتيايمې کليزې په درشل کې د چين په مشرۍ د ګډې کورنې په عنوان د نړيوالو ځوانانو د انځورونو نندارتون د سپتمبر په ۲۳مه نېټه پرانيستل شو. د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کمېټې د تبليغاتو د څانګې مرستیال او د چين مډيا ګروپ مشر شن های شيونګ، د ملګرو ملتونو د نړيوالو اړیکو د چارو مرستيالې منشې ميليسا فليمينګ دغه فعاليت ته ويډيويي ويناوې وکړې.

د چين مډيا ګروپ مشر شن های شيونګ
ښاغلي شن های شيونګ وويل، د چين مډيا ګروپ د ملګرو ملتونو د مهمې همکاريزې خبري رسنۍ په توګه نړۍ ته د ملګرو ملتونو د غږونو خپرولو کارونو ته پر له پسي پاملرنه کوي، په پراخه توګه د نړيوال مديريت چارې خپروي، د چین او نړۍ تر منځ د تماسونو پل جوړوي.

ياد نندارتون چې د چين مډيا ګروپ د سي جي تي ان (CGTN) لخوا د ۲۰۲۵م کال په جولای کې د ګډې کورنې په عنوان پيل شوی.

په دې نندارتون کې د نړۍ د ۵۱ هېوادونو ۵۶۰۰۰ اثار وړاندې شوي چې له دې جملې څخه يې ۳۵ اثار د جایزې مستحق ګڼل شوي دي.
دغه اثار به وروسته د CGTN په ويبپاڼه او ټولنيزو رسنيو کې خپاره شي.



































