د چین د مډیا ګروپ لخوا کوربه توب شوی د ” ښکلا په هماهنګۍ کې او برخلیک په وحدت کې” تر عنوان لاندې د ملګرو ملتونو د فلمي انځورونو نندارتون د سپتمبر په ۲۳مه نېټه په نیویارک کې د ملګرو ملتونو په مقر کې ترسره شو. د چین د کمونست ګوند د مرکزي کمیټې د نشراتو څانګې مرستیال او د چین د مډیا ګروپ مشر شن های شیونګ دغه نندارتون ته یوه ویډیو وینا وکړه.
شن های شیونګ وویل چې موسیقي او انځورونه د بشر نړیواله او ګډه ژبه ده. څه موده وړاندې، د چین مډیا ګروپ په نیویارک کې د ملګرو ملتونو په مقر کې د سولې د غږونو په نوم د کولتوري تبادلې د فعالیت کوربه توب هم وکړ. د چین د مډیا ګروپ له خوا جوړ شوي ” له بېوزلۍ څخه د تېښتې” او “د سوکالۍ لاره” په نومونو ځلاند مستند فلمونه په تېره لسيزه کې د ملګرو ملتونو د دوامداره پرمختګ په اجنډا کې د ګډون په برخه کې د چين لاسته راوړنې ښيي او د يو لوی هېواد په توګه د چین مسؤليت او ژمنتيا په ګوته کوي.



































