د چین صدراعظم لي چیانګ پر ځايي وخت د سپتمبر په ۲۴مه نېټه په نيويارک کې د اروپايي کميسيون له مشرې اون دیر لاين سره وکتل. لي چیانګ په خپله وینا کې وويل چې سږ کال د چين او اروپايي ټولنې ترمنځ د ډيپلوماتيکو اړيکو د جوړېدو ۵۰مه کليزه ده. ده زیاته کړه چې چین غواړي له اروپايي ټولنې سره د دواړو خواوو شوې موافقې پلې کړي، خپلمنځي یووالی او همکارۍ پیاوړې کړي او د دواړو خواوو د اړیکو سالم او باثباته پرمختګ ته وده ورکړي.
اون دیر لاين وویل چې اروپايي ټولنه غواړي له چین سره د سږ کال د چین او اروپايي ټولنې د مشرانو په غونډه کې شوې موافقه په فعاله توګه پلې کړي، د خبرو اترو او مشورې له لارې توپیرونه په سمه توګه حل کړي او د سوداګرۍ او پانګونې او چاپیریال ساتنې په څېر برخو کې نوې همکاریزې پایلې ترلاسه کړي. اروپايي ټولنه له اقلیمي بدلون سره د مبارزې په برخه کې د چین د مثالي رول ستاینه کوي او غواړي د اقلیمي بدلون په برخه کې له چین سره همکارۍ پياوړې کړي.



































