د چين صدراعظم لي چيانګ پر ځايي وخت د سپتمبر په ۲۳مه نېټه په نيويارک کې د ملګرو ملتونو په مقر کې د چيني لوري په کوربتوب د نړيوال پرمختګ د ابتکاري وړانديز په لوړې کچې غونډه کې ګډون او وينا وکړه. په دې غونډه کې د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونيوګوټريش، د قزاقستان ولسمشر توکايف، د عراق ولسمشر عبدالطیف رشيد، د انګولا ولسمشر لورېنکو، د انتيګوا او باربودا صدراعظم ګېتسن بروان، د پاکستان صدراعظم محمد شهباز شريف او د نايجر صدراعظم لامينې زېنې او د څه د پاسه ۳۰ هېوادونو وزيرانو او د نړيوالو سازمانونو مسؤلينو ګډون کړی دی.
د چين صدراعظم لي چيانګ دغې غونډې ته ويلي، رئيس شي جين پيڼګ په ۲۰۲۱ کال کې د ملګرو ملتونو په عمومي اسمبلۍ کې د نړيوال پرمختګ ابتکاري وړانديز وکړ، د انساني ټولنې ګډې ګټې يې په پام کې نيولې او د ګډ پرمختګ د پرمخبيولو لپاره يې مهم لارښوونکی رول لوبولی دی. تر اوسه پورې څه باندې ۱۳۰ هېوادونو او نړيوالو سازمانونو په دغه مهم نړيوال ابتکاري وړانديز کې ګډون کړی دی.



































