د چین د دولت رئیس شي جين پينګ د سپتمبر په ۲۴مه نېټه د اقليمي بدلون په اړه د ملګرو ملتونو په سرمشريزه کې ويډيويي وينا وکړه.
شي جين پينګ په خپله وینا کې څرګنده کړه چې سږ کال د پاريس تړون د لاسلیکېدو له لسمې کليزې سره برابر دی او د اقليم نړیوال مدیریت یوه حساس پړاو ته داخل شوی دی.
ده وویل چې لومړی باید پر خپل نفس باور پياوړی کړو. دوهم، باید موږ خپل مسؤليتونه پر غاړه واخلو. درېيم، باید موږ همکارۍ ژورې کړو.
شي جين پينګ پر دې ټينګار وکړ چې چين مصمم او مطمئن چې خپلې ژمنې پوره کړي. ده زیاته کړه چې ټولې خواوې بايد د انسانانو او طبيعت ترمنځ د همغږۍ ګډ ژوند د تر لاسه کولو لپاره کوښښ وکړي او په ګډه زموږ ګډ کور (ځمکې کره) وساتي.



































