د شینجیانګ د اویغور کورواکې سیمې د جوړېدو د ۷۰مې کلیزې په درشل کې د چین ميډیا ګروپ سي جي ټي ان یوه سروې کړې.
په دې سروې کې د ۳۸ هېوادونو ۷۴۴۶ تنو ګډون کړی او د شینجیانګ د اقتصاد او ټولنې پرمختګ په برخه کې شوي بریالیتوبونه يې ستایلي دي. د سروې۸۲ اعشاریه یو سلنه ګډونوال په دې نظر دي چې په شینجیانګ کې د طبي خدماتو سویه پر له پسې لوړه شوې، ۸۱ اعشاریه ۷ سلنه ګډونوال يې په دې اند دي چې د شینجیانګ د خلکو د تعلیم منلو حق تضمین شوی دی، ۸۰ اعشاریه ۸ سلنه ګډونوال فکر کوي چې په شینجیانګ کې د بنسټیزو تاسیساتو جوړېدل مخ په بشپړېدو دي او ۸۰ سلنه ګډونوالو ویلي چې د شینجیانګ د خلکو د عایدو سویه ډېره لوړه شوې ده.
د یادولو وړ ده چې شینجیانګ مخکې په چین کې د بېوزلۍ تر ټولو لویه پراخه سیمه وه، اوس ۳ ملیونه ۶۴۹۰۰ کلیوال کسان ټول له بېوزلۍ څخه ایستل شوي دي. په یاده سروې کې ۷۹ اعشاریه ۳ سلنه ګډونوالو په شینجیانګ کې د بېوزلۍ د له منځه وړلو د کارونو زیاته ستاینه کړې، په دې جمله کې د افریقا او جنوبي امریکا د خلکو انډول په جلا توګه ۸۴ اعشاریه ۵ سلنه او ۸۴ اعشاریه یو سلنه دی.



































