د شینجیانګ د اویغور کورواکې سیمې د جوړېدو د ۷۰مې کلیزې په مناسبت لمانځغونډه د سپتمبر په ۲۵مه نېټه ترسره شوه.
د چین د کمونېست ګوند د مرکزي کمېټې عمومي منشي، دولت رئیس او د مرکزي پوځي کمیسیون مشر شي جين پينګ په دغه لمانځغونډه کې ګډون وکړ.
د یادې مرکزي کمېټې د سیاسی بیورو دایمي غړي او د ولسي سیاسي مشورتي کنفرانس رئیس وانګ هو نینګ په یاده لمانځغونډه کې ګډون او وینا وکړه.
د چین کمونېست ګوند مرکزي کمېټې، د ملي ولسي کانګرس دایمي کمېټې، دولتي شورا، د ولسي سیاسي مشورتي کنفرانس او مرکزي پوځي کمیسیون په ګډه دغې لمانځغونډې ته د مبارکۍ پيغام ولیږه.



































