فوربس امریکایي مجلې د نړۍ تر ټولو ځوانه میلیاردره معرفي کړه. کایلي جنر چې موډل، فلمي لوبغاړې او امریکایۍ سوداګره ده، په روانه میاشت کې د فوربس مجلې له خوا د نړۍ د تر ټولو ځوانې میلیاردرې په توګه معرفي شوه. کایلي جنر ویلی: «هېڅ مې په دې اړه فکر نه و کړی، د دغه څه وړاندوینه مې نه وه کړې، خو په هر صورت، دا یو ښه احساس دی او دا یوه ډېره لویه لاسته راوړنه ده». نوموړې ویلي، ټولنیزو شبکو زما د دې لویې لاسته راوړنې په برخه کې مهم رول لوبولی دی. دا د همدغو ټولنیزو شبکو برکت دی، چې اوس ما خلک د نړۍ په ګوټ ګوټ کې پېژني. په رښتیا هم چې انټرنېټ او دې هر څه اوس نړۍ په یوه کلي بدله کړې ده. کایلي جنر ۲۱ کاله عمر لري. نوموړې په ۲۰۱۶ ز کال کې د (Kylie Cosmetics) په نوم د سینګار توکو شرکت تاسیس کړ، دغه شرکت یوازې تېر کال د ۳۶۰ میلیونو ډالرو په ارزښت توکي پلورلي وو. له دې وړاندې د نړۍ د تر ټولو ځوان میلیاردر ځای د فېسبوک شبکې مشر مارک زاکربورګ خپل کړی و. مارک په ۲۳ کلنۍ کې میلیاردر شو. فوربس مجله هر کال د نړۍ د میلیاردرانو لېست خپروي او بېلابېلې کټګورۍ لري.