په قطر کې د طالبانو او امریکایي استازو خبرې درېیمه اونۍ هم دوام لري. که څه هم د دغو خبرو د جزیاتو په اړه رسمي معلومات نشته، خو دواړه لوري وایي چې د ځواکونو پر وتلو او د نورو پر ضد د افغان خاورې پر نه استعمال خبرې کېږي. طالبان او امریکايي لوري دواړه وايي، چې خبرې ښې روانې دي او د ښو پایلو هیله څرګندوي.
د خبرو له دې پیل سره یو ځای ځینې لوري د دې خبرې او سولې پر ضد دریځونه او کارونه کوي او هڅه کوي چې د سولې مخه ونیسي. د سولې په خبرو کې تر ټولو لوی خنډ ولسمشر غني او ملګري یې دي. دوی فکر کوي چې که سوله کېږي، نو ورسره د دوی واک او ځواک ختمېږي. له همدې امله په خبرو او عمل دواړو کې د سولې ضد دریځ لري. د سولې د خبرو له پیل سره په حکومت کې د طالب او سولې ضد کسانو ګومارل پیل شول. بیا ولسمشر د سولې پر ضد څرګندونې وکړې. وروسته یې د سولې خبرو لپاره یو داسې پلاوی وټاکه چې دا خبرې او هر څه مسخره شي. حکومت پر دې هم بسنه ونه کړه، بلکې شپنیو عملیاتو، چاپو، د کورونو ړنګولو، د عامو خلکو وژلو او پر طالبانو بریدونو ته یې زور ورکړ. حکومت لا هم هڅه کوي چې نظامي فشار زیات کړي او په دې ډول د سولې په چاره کې خنډ پیدا کړي. که څه هم طالبان واړه بریدونه کوي، خو دوی هم په هلمند کې ستر برید وکړ، چې دا هم د سولې ضد هڅه وه. ځینې سیاسي کړۍ چې له حکومت سره نږدې اړیکې لري او یا هم د حکومت په هڅونه د سولې د خبرو مخالفت کوي او داسې مسایل مطرح کوي چې له ورایه ترې د سولې مخالفت ښکاري. ځینې داس ډلې هم شته چې له حکومت سره اړیکې نه لري، خو د خپلو شخصي او ګوندي ګټو لپاره د سولې د خبرو مخالفت کوي.
له دې ټولو سره سره داسې نه ښکاري چې د سولې د هڅو پر وړاندې دې جدي او داسې خنډ وي، چې د سولې مخه دې ونیسي. هغوی چې د سولې مخالفت کوي، د خلکو د وژنې او د جګړې د دوام غوښتونکي دي. دوی په دغه مخالفت سره یوازې خپله څېره لا زیاته روښانه کوي او خلکو ته ښيي چې موږ ستاسې د ارمانونو، ژوند، ارامۍ او سوکالۍ دښمنان یو. له دې پرته دوی نه رښتینی خنډ جوړولی شي او نه هم د سولې د هڅو مخه نیولی شي.
هغوی چې رښتیا سوله غواړي، پکار ده چې عمل او خبرې یې هم د سولې پر روحیه ولاړ وي. دوی باید له خپلو مخالفینو سره نه یوازې دا چې پخوانی شدید عمل پرېږدي، بلکې په خبرو او نظر کې هم باید د سولې او پخلاینې روحیه ولري. له همدې امله، په حکومت، سیاسیونو، طالبانو او ټولو اړخونو کې سوله خوښوونکي او د سولې رښیتني ملاتړي باید په عمل او خبرو دواړو کې واضح کړي، چې د سولې ملاتړي دي او په دې برخه کې مرسته کوي. په ټولو لورو کې همداسې یو بدلون ته اړتیا ده چې له دې سره موږ سولې ته لا زیات نږدې کېدلی شو.