دوشنبه, سپتمبر 7, 2026
15 °c
Kabul
9 ° سه شنبه
11 ° چهارشنبه
11 ° پنجشنبه
12 ° جمعه
  • کورپاڼه
  • افغانستان

    ډبلیو ایچ او: د بامیانو د ولایتي روغتون لابراتوار ته عصري تجهیزات ورکړل شول

    یو این ایچ سي ار: جبري بې‌ځایه شوي نړیوال ملاتړ ته اړتیا لري

    بامیانو کې د بند امیر دویم ملي نندارتون پرانیستل شو

    هرات کې یوه فابریکه هره ورځ ۲۵ ټنه روب تولیدوي

  • نړیوال خبرونه
  • دریځ

    پوستي خدمتونه؛ د لیکونو له رسولو تر ډیجیټلي اقتصاد پورې

    د شانګهای همکاریو سازمان او افغانستان: د سیمه‌ییز ثبات او سوکالۍ کلۍ

    افغانستان؛ د ازبکستان د صادراتو نوی مهم بازار او د سوداګرۍ د پراختیا فرصت

    اقلیمي ګواښونه؛ افغانستان ته څه کول په کار دي؟

    د نړۍ د باور نوې نقشه؛ چین د همکارۍ په ځواک زړونه ګټي

    پاکستان یو ځل بیا وحشت کړی

    شبهاز شریف؛ د سولې داعي که د افغانانو قاتل؟

    د کور جوړولو نوې اسانتیاوې؛ هېوادوالو د حکومت د پرېکړې تود هرکلی کړی

    د بارانونو اټکل؛ د ابادۍ زېری خو تر څنګ یې د سیلابونو خبرداری

  • ورزش
    • صحت
  • معلوماتي
    • ټول
    • پوهنتون
    • څېره
    • راشه ورشه
    • کتاب
    • ګټه وټه

    «خلک به څه وایي؟» کتاب چاپ شو

    «د غزې وروستۍ شپه» ناول خپور شو

    عثماني خلافت کتاب چاپ شو

    د نیمې شپې کتابتون ناول چاپ شو

    «سوی تاج» په نوم ناول خپور شو

    د کوفې تاجر کتاب چاپ شو

  • تحلیل
  • لیکنې
  • ژوند
  • اړیکې
No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان

    ډبلیو ایچ او: د بامیانو د ولایتي روغتون لابراتوار ته عصري تجهیزات ورکړل شول

    یو این ایچ سي ار: جبري بې‌ځایه شوي نړیوال ملاتړ ته اړتیا لري

    بامیانو کې د بند امیر دویم ملي نندارتون پرانیستل شو

    هرات کې یوه فابریکه هره ورځ ۲۵ ټنه روب تولیدوي

  • نړیوال خبرونه
  • دریځ

    پوستي خدمتونه؛ د لیکونو له رسولو تر ډیجیټلي اقتصاد پورې

    د شانګهای همکاریو سازمان او افغانستان: د سیمه‌ییز ثبات او سوکالۍ کلۍ

    افغانستان؛ د ازبکستان د صادراتو نوی مهم بازار او د سوداګرۍ د پراختیا فرصت

    اقلیمي ګواښونه؛ افغانستان ته څه کول په کار دي؟

    د نړۍ د باور نوې نقشه؛ چین د همکارۍ په ځواک زړونه ګټي

    پاکستان یو ځل بیا وحشت کړی

    شبهاز شریف؛ د سولې داعي که د افغانانو قاتل؟

    د کور جوړولو نوې اسانتیاوې؛ هېوادوالو د حکومت د پرېکړې تود هرکلی کړی

    د بارانونو اټکل؛ د ابادۍ زېری خو تر څنګ یې د سیلابونو خبرداری

  • ورزش
    • صحت
  • معلوماتي
    • ټول
    • پوهنتون
    • څېره
    • راشه ورشه
    • کتاب
    • ګټه وټه

    «خلک به څه وایي؟» کتاب چاپ شو

    «د غزې وروستۍ شپه» ناول خپور شو

    عثماني خلافت کتاب چاپ شو

    د نیمې شپې کتابتون ناول چاپ شو

    «سوی تاج» په نوم ناول خپور شو

    د کوفې تاجر کتاب چاپ شو

  • تحلیل
  • لیکنې
  • ژوند
  • اړیکې
No Result
View All Result
No Result
View All Result
کورپاڼه دریځ

د علم د مشعل ساتونکي؛ د معلم د ورځې د قدردانۍ او درناوي ورځ

اکتوبر 6, 2025
in دریځ
0 0

پرون ورځ د هغو زړورو او مخلصو ښوونکو د درناوي ورځ وه، چې د ټولنې د فکري رغونې بنسټ یې ایښی افغان معلمان چې د ستونزو، اقتصادي فشارونو، او د امکاناتو د کمښت سره سره د وطن د بچیانو د ښوونې او روزنې لپاره له مینې، صداقت او ژمنتیا سره هڅې کوي.
په افغانستان کې معلم نه یوازې د علم ورکوونکی دی، بلکې د انسان جوړونې، د افکارو د رڼا خپروونکی، او د راتلونکي نسل لارښود هم دی. هغه له داسې ستونزو سره مخ دی، چې شاید تصور یې هم ګران وي، خو بیا هم د خپل مسلک سپېڅلتیا یې نه ده پرې ایښې. دا معلم دی، چې د هر موسم په سهار کې له خپل کور څخه راځي، د ماشومانو ذهنونه روښانوي، او د دې خاورې راتلونکې ته رڼا ورکوي.
په ځانګړي ډول باید افغانستان کې د ښځینه ښوونکو زحمتونه او همت لا ډیر وستایل شي، کومې چې د ګڼو ټولنیزو او اقتصادي خنډونو سره سره د افغانو نجونو د زده‌کړې لپاره قربانۍ ورکوي. د دوی دا زړورتیا او ژمنتیا د یو رڼا‌من افغانستان بنسټ جوړوي. هره نجلۍ چې لوړې او منځنۍ زده‌کړې کوي، د یوې ښځینه ښوونکې د هڅو، زړورتیا او مهربانۍ نتیجه ده. دا ښځینه ښوونکې دي، چې د نسلونو برخلیک بدلوي.
د معلم خدمت یوازې د ښوونځي تر خونو محدود نه دی، بلکې د ټولنې د شعور د ودې او د فکر د بدلولو تر ټولو مهم ځواک هم دی. هر هېواد هغه وخت پرمختګ کولی شي، چې د خپلو ښوونکو او تعلیمي بنسټونو درناوی وکړي، هغوی ته لازم امتیازات، مناسب معاش، او د کار لپاره غوره چاپېریال برابر کړي. له بده مرغه، زموږ په هېواد کې لا هم ډېری ښوونکي له اقتصادي فشارونو سره ژوند کوي، خو د دوی همت د ستاینې وړ دی، ځکه دوی د وطن د بچیانو د رڼا لپاره د تیارو زغملو ته تیار دي.
هېره نه کړو چې علم د پرمختګ کلي ده، او دا کلي یوازې معلم پرانستلی شي. له همدې امله، د معلم د مقام لوړوالی د ټول ملت مسؤلیت دی. که موږ د معلم د لاس‌نیوۍ او ملاتړ پالیسي ونه لرو، د علم مشعل به ورو ورو کمزوری شي.
موږ هیله لرو چې په نږدې راتلونکي کې د افغانستان د هرې سیمې، کلي، او ښار هر ماشوم ته د زده‌کړې مساوي زمینه برابره شي. دا د دولت، خلکو، او نړیوالو همکارانو ګډ مسؤلیت دی، چې هلکانو او نجونو ته د زده‌کړې فرصتونه رامنځته کړي. یو ملت هغه وخت ریښتینی آزاد او باعزته کېږي، کله چې د علم پر بنسټ ودریږي.
د معلم ورځ یوازې د مبارکۍ ورځ نه ده، بلکې د ژمنې ورځ هم ده — دا ژمنه چې موږ به د خپلو ښوونکو درناوی کوو، د دوی ملاتړ به کوو، او د دوی هڅو ته به عملي بڼه ورکوو. هر زده‌کوونکی چې د خپل استاد درناوی کوي، د یو رڼا‌من راتلونکي د جوړېدو برخه ګرځي.

Share2Tweet1Share

Get real time update about this post categories directly on your device, subscribe now.

Unsubscribe
  • Trending
  • Comments
  • Latest

د وبا شپږ درسونه

نوومبر 28, 2021

د پایلو اعلان، له سولې سره یې تړاو او د امریکا پټ اهداف

فبروري 20, 2020

استرالیایی پوځي: پخپله مې لیدلي چې ملګرو مې عام افغانان وژل

مارچ 16, 2020

ټرمپ د افغانستان په اړه د امريکا له موخو پرده پورته کړه

جنوري 6, 2019

منظور پشتين تربل هر چا د سولې نوبل جايزې مستحق ګڼل شوی

3

کابل او پروان؛ د طالبانو ځانمرګو بریدونو ۱۲۸ کسانو ته مرګ ژوبله واړوله

2

لوګر کې پر یو کور د هوان مرمۍ لګېدو دوه ماشومان وژلي

2

د مسیر ورځپاڼې نننۍ ګڼه په دغه پته ښکته کړئ

2

یونیسف: د نیپال له سېلاب ځپلو ماشومانو او کورنیو سره مالي مرسته وکړئ

سپتمبر 7, 2026

ډبلیو ایچ او: د بامیانو د ولایتي روغتون لابراتوار ته عصري تجهیزات ورکړل شول

سپتمبر 7, 2026

یو این ایچ سي ار: جبري بې‌ځایه شوي نړیوال ملاتړ ته اړتیا لري

سپتمبر 7, 2026

روسي سوداګر: د رېل له لارې روسیې ته د افغان تازه مېوو د صادراتو هڅه کوو

سپتمبر 7, 2026
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • دریځ
  • ورزش
  • پوهنتون
  • راشه ورشه
  • څېره
  • کتاب
  • تحلیل
  • ژوند
  • لیکنې
  • اړیکې

Designed and Developed By :AhmadNasary    © 2018 Maseer Daily. All rights reserved

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • دریځ
  • ورزش
  • لیکنې
  • ژوند
  • تحلیل
  • پوهنتون
  • راشه ورشه
  • څېره
  • کتاب

Designed and Developed By :AhmadNasary    © 2018 Maseer Daily. All rights reserved

Welcome Back!

Login to your account below

Forgotten Password?

Retrieve your password

Please enter your username or email address to reset your password.

Log In