په ماشومتوب او تنکۍ ځوانۍ کې د تخیل ځواک قوي وي، ډېر وخت ماشومان او تنکي ځوانان په خپل ذهن کې داسې صحنې جوړوي چې دوی فکر کوي هر څه په اصلي او رښتینې بڼه مخ ته ځي. ځګه خو ډېر وخت دروغ وایي. دا چې څه ډول ماشوم له دروغ ویلو وژغورو، دغه ټکو ته پام وکړئ:
۱- په لومړي سر کې باید مور او پلار خپله له دروغ ویلو ډډه وکړي، ان که د ماشوم د غولولو لپاره هم وي.
۲- په هېڅ صورت باید ماشوم او یا هم تنکی ځوان په دروغ ویلو تورن نه شي.
۳- کله کله د ماشومانو او تنکيو ځوانانو خطاوې او ناسمې کړنې باید ډېرې جدي ونه نیول شي او په غیر مستقیم ډول ورته حللاره پيدا شي.
۴- مور او پلار باید د ماشوم د روزلو په برخه کې پوره معلومات ولري او زده کړي چې خپل ماشوم څه ډول و روزي.
۵- مور او پلار د دې لپاره چې ماشوم ته قناعت ورکړي او یا یې هم وغولوي، باید دورغ ورته ونه وایي او دوکه ورنه کړي.
۶- مور او پلار باید خپلو ماشومانو ته د دروغ ویلو زمینه برابره نه کړي.