په ملګرو ملتونو کې د چين مرستيال دايمي استازي ګنګ شوانګ د اکتوبر په ۹مه نېټه د دغه نړيوال سازمان د ۸۰مې عمومي اسمبلۍ ۶مې کمېټې د ”کور دننه او نړيوالې قانوني ادارې“ په اړه ۶ فقره ييز وړانديز وکړ.
د ده په خبره، لومړی مختلف هېوادونه بايد د نړیوالو قوانینو سره سم په مساوي توګه د ټولو حاکميتونو درناوی وکړي، په کورنيو چارو کې يې لاسوهنه ونه کړي، د شخړو د سوله ييز حل په شمول د نړيوالو قوانينو د بنسټيزو اصولو ګډه ساتنه وکړي؛ دوهم، نړيوالې تقنيني چارې بايد د مختلفو کلتورونو او قانوني سيستمونو درناوی ولري او له مساوي حقونو د ټولو هېوادونو برخمنېدا دې تضمین شي؛ درېيم، د نړيوالې قانوني ادارې عدالت بايد خوندي وساتل شي؛ څلورم، ټول هېوادونه بايد په مسؤلانه رويې خپلې دندې او وظيفې تر سره کړي؛ پنځم، مختلفې خواوې بايد د انټرنيټ، بهرنۍ فضا، قطبي سيمې او مصنوعي ځيرکتيا په شمول نويو ساحو او د اقليمي بدلون، عامې روغتيا، ايکولوژيکي چاپېريال او کليدي کاني سرچينو په شمول غير دوديزو امنيتي ساحو کې د نړيوالو قواعدو جوړول چټک کړي؛ شپږم، لا زيات هېوادونه دې د منځګړيتوب په نړيوال سازمان کې ګډون وکړي او د شخړو د سوله ييز حل لپاره دې هڅې وکړي.



































