د چين د بهرنيو چارو وزارت وياند خبر ورکړ، چې د چين د دولت رئيس شي جين پينګ ځانګړی استازی او د ولسي سياسي مشورتي کنفرانس د ملي کمېټې مرستيال ګاو يون لونګ به د سېشل د حکومت په بلنه د اکتوبر په ۲۶مه نېټه د دغه هېواد په پلازمېنه ويکتوريا کې د منتخب ولسمشر پاتريک هيرميني د لوړې په مراسمو کې ګډون وکړي.
د یادونې وړ ده چې سېشل یو کوچنی ټاپوییز هېواد دی، چې د افریقا ختیځې ساحې ته نږدې موقعیت لري.


































