د معلوماتو له مخې، د ټکنالوژۍ مشهور چینایي شرکت هواوې غواړي چې په نږدې راتلونکي کې ځیرک کش کېدونکي موبایلونه خپلو پېرودونکو ته وړاندې کړي. داسې ویل کېږي، چې دغه موبایلونه به خورا ښه کیفیت ولري، چې په مخ او شا دواړو کې به ټولې څلور کامرې ولري. له دې وړاندې شیامي شرکت دوه ډوله مې مېکس ۳ او آنرمیجیک ۲ کش کېدونکي موبایلونه بازار ته وړاندې کړي وو. اوس تازه هواوې شرکت هم په دې اړه فکر کړی، چې ډېر ژر دغه نوی تولید تر خپلو پېرودونکو پورې ورسوي. کلونه مخکې له اپل شرکت پرته د موبایل جوړولو شرکتونو، لکه سامسونګ، اېل جي او دې ته ورته نورو کش کېدونکي موبایلونه تولیدول، خو هغه وخت چې ټکنالوژي دومره پر مختللې نه وه، نو د ډېرو شیانو کارولو امکان پکې نه و، خو اوس دغه شرکتونه هڅه کوي، چې په هر ډول نوو تولیدوونکو موبایلونو او یا نورو دې ته ورته توکو کې، له نوې ټکنالوژۍ سره تړلي ټول امکانات ولري او یو داسې څه بازار ته وړاندې کړي، چې په یو ډول نه یو ډول له خپلو سیالانو مخکې شي. هواوې شرکت له دې وړاندې ویلي وو، چې غواړي په روانه مارچ میاشت کې خپل نوی تولید P30 بازار ته وړاندې کړي.