د سولې په تړاو پر ولسمشر غني له فشارونو وروسته، نوموړي په دې تړاو د لویې جرګې د جوړېدو خبره وکړه. دې جرګې ته د سولې د مشورتي جرګې نوم وکړل شو. ویل شوي وو چې دا جرګه به د سولې په تړاو نظر او حکومت ته مشوره ورکوي. دغه راز ویل شوي وو چې د جرګې د مشورې پر اساس به د سولې د خبرو لپاره کرښې او پلاوی ټاکل کېږي. ولسمشر ژر د دې جرګې د جوړېدو خبره کړې وه، یو ځل وویل شول چې دا جرګه به د کب په وروستیو کې جوړېږي، خو اوس جرګه نوره هم ځنډېدلې ده او حکومت وايي چې د غويي میاشتې په نهمه به جرګه جوړوي.
ولې جرګه جوړېږي او بیا ولې د غويي نهمې ته ځنډول کېږي؟
ولسمشر غني غوښتل د لویې جرګې په جوړولو سره خپل دریځ ته ولسي رنګ ورکړي. که څه هم له وړاندې معلومه وه، چې جرګې ته به د خلکو د استازو پر ځای تر ډېره حکومتي او حکومت پلوه استازي راځي، چې یوازې د حکومت د غوښتنې او پلان پر اساس به عمل کوي، خو بیا هم ځینې خلک هیله من وو چې په جرګه کې به ځینې کسان د رښتینې سولې په اړه نظریات ورکړي او په دې برخه کې به مرسته وکړي. ولسمشر د جرګې اعلان وکړ، خو په جوړولو کې یې چټک او عملي ګامونه وانه خیستل. له ولسمشر سره وېره پیدا شوه چې په پلان کې ماتې ونه خوري او د جرګې له منځه د سولې داسې رښتینی غږ را پورته نه شي، چې د ده واک او ځواک ته خطر وي. له همدې امله یې هڅه وکړه چې جرګه وځنډوي او بیا بیا یې د ځنډ اعلان وکړ.
اوس چې خبره د غويي میاشتې نهمې ته تللې ده، ښکاري چې د ولسمشر پلان بدل شوی دی. که د سولې خبره وی، نو پکار وه چې جرګه ژر جوړه شوې وی، څو د سولې له روانې پروسې سره یې مرسته کړې وی او په دې اړه یې د افغان ولس د ارادې څرګندونه کړې وی. اوس ولسمشر غواړي د خپل واک له غځېدو سره دا چاره وتړي. د افغانستان د اساسي قانون له مخې د ولسمشر کاري موده د جوزا د میاشتې په لومړۍ نېټه پای ته رسېږي او تر دې مخکې باید ټاکنې وشي. اوس چې ټاکنې نه کېږي او د ولسمشر وخت پوره کېږي، نو ولسمشر به ناقانونه وي. اوس هڅه روانه ده چې له جرګې د دې لپاره استفاده وشي چې د ولسمشر ناقانونه واکمني وغځول شي. ولسمشر غواړي چې په جرګه کې داسې څه وکړي چې د اساسي قانون خلاف، د ده واک تر ټاکنو وغځېږي. ټاکنې معلومې نه دي، نو ځکه هڅه روانه ده چې له یوه اړخه ټاکنې نورې هم وځنډول شي او له بله اړخه د ولسمشر د واک د غځېدو لپاره لارې چارې ولټول شي.
اوس خلک د سولې غوښتنه کوي او په دې چاره کې حکومت باید روښانه دریځ ولري. که حکومت جرګه جوړوي او که هر څه کوي، خو د سولې په اړه یې باید دریځ روښانه شي او دا کار باید ژر وشي. خلک به د جرګې په نوم د سولې ضد هڅو او د ولسمشر د ناقانونه واکمنۍ د غځېدو هڅو ته اجازه ور نه کړي او پر وړاندې به یې ودرېږي.