د هرات د صنعت او سوداګرۍ ریاست مسوولینو ویلي، چې افغانستان ته د هرات – خواف د اوسپنې پټلۍ له لارې د لومړي ځل لپاره د نفتو د وارداتو بهیر پیل شوی دی. د هرات د صنعت او سوداګرۍ رئیس بشیرمحمد سیرت ویلي، چې په لومړۍ جوپه کې ۲۰ واګُن د ډیزلو تېل له ایران څخه د هرات روزنک تمځای ته رسېدلي او تمه ده، چې په راتلونکو ورځو کې ۱۸۰ نور واګنونه هم له همدې لارې هېواد ته وارد شي. د نوموړي په خبره په ټولییزه توګه کې ۲۰۰ واګن ډیزل تېل چې شاوخوا ۱۵ میلیونه ډالر ارزښت لري، د دغه پټلۍ له لارې واردېږي. هغه زیاته کړې، چې دا به په هېواد کې د نفتو د بیو په کمېدو کې مهم رول ولوبوي.




































