په کابل کې د ایران سفیر علي رضا بیکدلي په یوه ویډیويي پیغام کې ویلي، چې د لومړي ځل لپاره افغانستان ته د ایران د تېلو صادرات د رېل له لارې ترسره شوي دي. نوموړي د چهارشنبې په ورځ په دې پیغام کې زیاته کړې، چې د رېل له لارې د تېلو لېږد د دواړو هېوادونو ترمنځ د اقتصادي همکارۍ لپاره یو مهم ګام دی. په ورته وخت کې د هیواد د اورګاډي د پراختیا ادارې اجراییوي مشر مصطفی رضايي خبر ورکړی، چې د ۱۱۲۰ ټنه ډیزل لومړۍ بار چې ۲۰ محموله وو، د دې اوونۍ په پیل کې د خواف-هرات رېل پټلۍ او د «شمتیغ» رېل پټلۍ له لارې د افغانستان خاورې ته را رسېدلي دي.




































