غزني کې د پوهنتونونو ترمنځ د کرکټ سیالۍ د تخنیکي پوهنتون په اتلولۍ پای ته ورسېدې. د غزني کرکټ آمریت د کلني پلان له مخې، د دې ولایت د پوهنتونونو ترمنځ د کرکټ سیالۍ چې درې اونۍ وړاندې د شپږو لوبډلو ترمنځ پیل شوې وې، پرون پایته ورسېدې. پایلوبه د تخنیکي پوهنتون او مسلم پوهنتون ترمنځ ترسره شوه، چې پکې تخنیکي پوهنتون د یوې ښې لوبې په ترسره کولو سره د مسلم پوهنتون لوبډلې ته یې ماته ورکړه. له دې بریا سره، تخنیکي پوهنتون د ۲۰۲۵ کال د پوهنتونونو ترمنځ د کرکټ سیالیو اتلولي خپله کړه. د سیالیو هدف د پوهنتوني ځوانانو ترمنځ د ورزشي روحیې پیاوړتیا او د استعدادونو موندنه ښودل شوې ده.



































