د بلخ ولایت ځایي چارواکي وایي، چې د افغانستان د خصوصي سکټور او ازبکستان ترمنځ نوې هوکړې شوې چې له مخې به یې د افغانستان د ډبرو سکاره د پاکستان پرځای ازبکستان ته صادروي او په بدل کې بې افغانستان ته سیمنټ واردیږي. د سرچینې د مالوماتو له مخې د شوې هوکړې له مخې، به ازبکستان خپل درمل په ټیټه بیه افغانستان، په ځانګړي ډول کابل ته صادر کړي. یاده هوکړه پرداسې مهال شوې، چې افغانستان دمګړۍ د سمینټو له کمښت سره مخ دی او د یاد تړون په عملي کېدو سره به په افغانستان کې د سیمنټو اړتیاوې پوره شي.




































