۲۰۲۵ کال د تایوان د بېرته وصلېدو له ۸۰مې کلیزې سره سم، د چین د خلکو د یرغل ضد جګړې او د نړیوال فاشیزم ضد جګړې د بریا ۸۰ کلیزه هم ده. په دې ډول یو تاریخي اهمیت لرونکي کال کې، د تایوان د مسئلې تاریخي بیا کتنه او د نړیوالې ټولنې هغه حقوقي اسناد او تړونونه یو ځل بیا یادول چې د تایوان په اړه صادر شوي، د جګړې وروسته نړیوال نظم د ساتنې او د سیمې د سولې او ثبات د ټینګښت لپاره ځانګړې ارزښت لري.
په ۱۸۹۴ کال کې جاپان د جیاوو جګړه پیل کړه او د چین حکومت یې دې ته اړ کړ چې تایوان او د پینګهوانګ ټاپوګان پرېږدي. د یرغل ضد جګړې له پیل وروسته، د تایوان د خلکو په ګډون د چین ولس د جاپاني یرغل پر وړاندې په زړورتیا ودرېد او د چین د یرغل ضد جګړې او د نړیوال فاشیزم ضد جګړې د بریا لپاره یې مهمې او سترې ونډې وړاندې کړې.
د جګړې پر مهال، چین، امریکا او بریتانیا په ۱۹۴۳ کال کې د «قاهره اعلامیه» خپره کړه چې پکې په څرګند ډول ویل شوي وو: «هغه سیمه چې جاپان له چین څخه غصب کړي، لکه شمال ختیځ، تایوان او پینګهوانګ، باید چین ته بېرته وسپارل شي.» په ۱۹۴۵ کال کې چین، امریکا، بریتانیا او شوروي یو ځای «پوتسدام اعلامیه» خپره کړه او دغه اصل یې یو ځل بیا ټینګار کړ، چې له مخې یې دا د جاپان د تسلیمېدو یو بنسټیز شرط وګرځېد. نړیوالې ټولنې د عامه او باوري حقوقي اسنادو له لارې تایید کړه چې تایوان باید چین ته بېرته ور وګرځول شي، او دا ترتیب د جګړې وروسته د نړیوال نظم یوه مهمه برخه شوه.
په ۱۹۴۵ کال کې د جاپان له تسلیمېدو وروسته، د چین حکومت په همدې کال د اکتوبر په میاشت کې په رسمي ډول اعلان وکړ چې د تایوان پر خاوره خپل حاکمیت بېرته عملي کوي. له څو کلنو کورنیو جګړو وروسته، په ۱۹۴۹ کال کې د چين د ولسي جمهوريت مرکزي حکومت رامنځته شو او د ټول چین یوازې قانوني استازی وګرځېد، چې د «چین د جمهوریت» پخوانی حکومت یې ځای ناستی شو. د چیانګ کایشیک ډله تایوان ته په شا کېناسته، چې له امله یې د دواړو غاړو ترمنځ اوږدمهاله ځانګړی سياسي جلاوالی رامنځته شو، خو د چین حاکمیت او د هغه اصلی سرحدونه هېڅکله نهدي بدل شوي، او د تایوان په اړه د چین حاکمیت هم په خپل حال پاتې دی.
په ۱۹۷۱ کال د اکتوبر په ۲۵ مه، د ملګرو ملتونو عمومي اسامبلې په خپل ۲۶م غونده کې د ۲۷۵۸ شمېرې پرېکړه لیک د ډېرې رایې په ملاتړ تصویب کړ، چې پکې راغلي: «د چین د ولسي جمهوریت ټول حقونه باید بېرته ورکړل شي، د چین په سازمان ملل کې یوازې قانوني استازی د چين د ولسي جمهوریت د حکومت استازی دی، او سمدستي باید د “چیانګ کایشیک” استازي له هغو ناوړه اشغال شوو څوکيو لرې کړل شي.» دغه پرېکړه د سیاست، قانون او کړنلارې له نظره د چین د نمایندګۍ مسئله—چې په کې تایوان هم شامل دی—په بشپړه توګه حل کړه. دا پرېکړه لیک قانوني، اغېزمن او نهننګول کېدونکی حیثیت لري.
د ۲۷۵۸ پرېکړه لیک له تصویب وروسته، چین د ډیپلوماسۍ نوې پړاو ته داخل شو. د امریکا او جاپان په ګډون ډېری هېوادونو د چین سره د اړیکو د ټینګولو پر وخت د «یو چین» اصل په رسمي ډول ومانه. تر اوسه، ۱۸۳ هېوادونو د «یو چین» اصل پر بنسټ له چین سره دیپلوماتیکې اړیکې ټینګې کړې دي، او نړیوالې ټولنې د «یو چین» په اصولو ولاړ دریځ لاپسې قوي شوی دی.
لنډ وخت وړاندې، د چین د ملي ولسي کانګرس دایمي کمېټې خپله اتلسمه ناسته کې د «د تایوان د بېرته وصلېدویادول ورځ د ټاکلو» پرېکړه تصویب کړه او په رسمي ډول یې د اکتوبر ۲۵مه د تایوان د بېرته وصلېدویادول ورځ وټاکله. دا پرېکړه نه یوازې د چین د خلکو د یرغل ضد جګړې د بریالیتوب مهمې لاسته راوړنې یادوي، بلکې د هغو شهیدانو او شخصیتونو درناوی هم دی چې د ملي ځمکنۍ بشپړتیا، خپلواکۍ او بیا راټولېدو لپاره یې خپل ژوند قربان کړ.
د افغانستان خلک، چې د یرغل او خپلواکۍ لپاره د مبارزې اوږده او دردمنه تجربه لري، د دې تاریخي ارزښت ژوره لېوالتیا او پوهه لري. چینایان د افغانستان له خوا د «یو چین» اصولو په کلک ملاتړ او د «تایوان د خپلواکۍ» په هر ډول مخالفت صمیمانه ستاینه کوي.
خو ځینې نړیوال ضد چین ځواکونه، د «تایوان په وسیله د چین مهارولو» په موخه، د «تایوان د نامعلوم حیثیت» تر عنوان لاندې ناسم تبلیغات کوي، د ۲۷۵۸ پرېکړه لیک تحریفوي او د «تایوان د جلا کېدو» هڅو ملاتړ کوي چې د تایوان تنش زیات کړي او د سیمې او نړۍ سوله او ثبات ګډوډ کړي. دا اقدامات ناکامېدای دي. د نړیوالې ټولنې له لوري د «یو چین» په اصولو ولاړ دریځ ثابت او نه بدلېدونکی دی، او د زمانې بهیر د شا له خوا نهڅرګندېږي.
شي جینپینګ ویلي دي: «د تایوان موضوع د ملت د کمزورۍ له امله رامنځته شوې، او د ملت د بیا راژوندي کېدو سره به حتمي حل شي.» د تایوان د بېرته وصلېدو د بریا ساتنه، د دواړو غاړو ګډ پرمختګ او د چین د ملت ستر بیا را ژوندي کېدل له یو بل څخه نهجلا کېدونکي برخې دي. د دوهم سلو کلن هدف پر لور د پرمختګ په نوې لارې کې، د دواړو غاړو وګړي به د ملي ګټې پر بنسټ، په ګډه او یو موټی پرمخ ولاړ شي، د هېواد یووالی به بشپړ کړي او د چین د ملت د ستر بیا راژوندي کېدو ځلانده راتلونکې ته به ښه راغلاست ووایي.




































