د کډوالۍ نړیوال سازمان (ای او ایم) په خپره کړې خبر پاڼه کې ویلي، چې په افغانستان کې لا هم میلیونونه راستانه شوي او بې ځایه شوي بنسټيزو خدماتو ته لاسرسی نه لري. یاد سازمان په خبر پاڼه کې زیاته کړې، چې له «مسلم» خیریه بنسټ سره یې همکاري پیل کړې څو په افغانستان کې بنسټیزو خدماتو ته د راستننېدونکو، کورنیو بې ځایه شویو او د زیانمنوونکو کوربه ټولنو لاسرسی پراخ کړي. په خبرپاڼې کې راغلي چې دا همکاري د «مسلم» مرستندویه بنسټ له خوا د ۲۵۰ زرو ډالرو په مالي مرسته د «ټولنیزو اقداماتو پر بنسټ پروژو» له لارې د مهمو ښوونیزو او روغتیايي بنسټونو د بیارغونې او جوړولو لپاره ځانګړې شوې ده. د یاد سازمان په خبره، افغانستان لا هم له ګڼو اوږدمهاله بشري او اقتصادي .ننګونو سره مخ دی



































