د راپورونو له مخې د کاناډا د بهرنیو چارو او عامه خوندیتوب وزارتونو د هیت تحریر شام ډله د ترهګرو ډلو له نوملړه لیرې کړې ده. د کاناډایي چارواکو په خبره دغه پرېکړه یې د بریټانیا او امریکا په ګډون د خپلو متحدینو له پرېکړو سره سمه کړې ده. د کاناډا د بهرنیو چارو وزیرې انیتا اناند د بشارالاسد د حکومت تر پرځېدو وروسته سوریه کې رامنځته شوي بدلونونه ستایلي او ویلي یې دي چې هېواد یې د یوه هوسا راتلونکي لپاره د سوریې د خلکو ملاتړ کوي.



































