د هند د ګوا ایالت په اراپور سیمه کې د یو نایټ کلب دننه د اورلګېدنې له امله ۲۳ تنه مړه شوي دي. هندي رسنیو د دغه هېواد د امنیتي مسوولینو له قوله ویلي، چې اور د شپې له یوې بجې وروسته ولګېد او د ژغورنې ټیمونه په بېړني ډول سیمې ته ورسېدل. په راپور کې راغلي، چې اور اوس کنټرول شوی او د پېښې په تړاو څېړنې پيل شوې دي.



































