د افغانستان د فوټبال فدراسیون ويلي، چې د هېواد د فوټسال ملي لوبډله به په کویت کې پنځه ورځنۍ تمریني کمپ جوړ کړي. فوټبال فدراسیون ویلي چې د دغه فدراسیون د رهبري پلاوی به د هېواد د فوټسال د ملي لوبډلې له تخنیکي او اداري کدر سره په همغږۍ د ۲۰۲۵ کال د ډسمبر له ۱۸مې تر ۲۳مې په کویت کې پنځه ورځنی تمریني کمپ جوړ کړي. د یاد فدراسیون په وینا، د دغه تمریني کمپ په جریان کې به د ۲۰۲۵ کال د ډسمبر په ۲۰مه او ۲۲مه نېټه د کویټ د فوټسال ملي لوبډلې پر وړاندې دوه دوستانه لوبې هم ترسره شي.



































