د خبریالانو د خوندیتوب کمېټه په خپاره کړي راپور کې ویلي، چې د ۲۰۲۵ کال پای ته رسېدو ته ۳ اوونۍ پاتې دي او تر دې مهاله په نړۍ کې د وژل شویو خبریالانو شمېر د ۲۰۲۴ کال د ریکارډ سره برابر شوی دی. دوی زیاته کړې، په غزه کې د اسراییل بریدونو او ایران او یمن کې د خبریالانو وژنې د وژل شویو خبریالانو شمېر لوړ کړی او تر دې مهال ۱۲۶ خبریالان او د رسنیو کارمندان وژل شوي دي. د یادې کمېټې د مالوماتو له مخې، د دې ترڅنګ په سوډان، مکسیکو، اوکراین او فليپين کې هم سږکال خبریالان وژل شوي دي.



































