په غزه کې د باران او توپان له امله ۱۴ تنه مړه شوي دي. د راپورونو لهمخې هغه کورنۍ، چې د اسراییل د جګړې له امله بې ځایه شوي د توپان او سړې هوا له امله له مرګوني وضعیت سره مخ دي. فلسطیني چارواکو ویلي، چې پرون د غزې د شمال په بیرالنجا سیمه کې د توپان له کبله د بېځایه شویو یو کور نړېدلی چې پنځه تنه پکې مړه شوي دي. د راپورونو لهمخې، د غزې ښار په رمال سیمه کې دوه نور کسان هغه مهال مړه شول، چې یو دیوال د کډوالو پر کېږدۍ راونړېد. غزه کې روغتيايي کارکوونکو ویلي، د یخنۍ او سړې هوا له امله د مړو شمېر په بېسارې توګه لوړه شوې ده.



































