د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان په یوه درې ورځني سفر المان ته تللی و او په دغه هېواد کې یې د اروپا تر ټولو ستر جومات پرانیست. د راپورونو له مخې دغه جومات په کولن ښار کې موقعیت لري. اردوغان د جومات د پرانیستې پر مهال ویلي، چې دا به په اروپا کې د سولې سمبول وي او په دې توګه به د تعصباتو په له منځه وړلو کې هڅه وشي. دغه جومات او اسلامي مرکز د ترکیې حکومت په مستقیمه مالي او معنوي مرسته چلېږي. په یوه وخت کې سلګونه لمونځ کوونکي پکې ځایېږي. په اروپا کې ددغه جومات پرانیستې ځينې حساسیتونه هم پارولي دي.