رویټرز خبري اژانس راپور ورکړی، چې د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زیلینسکي په برلین کې د سولې له مذاکراتو سره هممهاله اعلان کړی چې هېواد یې په ناټو کې د غړیتوب له هڅو لاس په سر شوی دی. په راپور کې ویل شوي، چې زیلینسکي د دې پرېکړې موخه له روسیې سره د جګړې پای ته رسول ښودلې، په دې شرط چې لویديځ امنیتي ضمانت ورکړي. دا په داسې حال کې ده چې د اوکراین او روسیې ترمنځ جګړه له ۲۰۲۲ کال راهیسې روانه ده او تر دې دمه د روسیې بریدونو د درولو لپاره ډیپلوماټیکو هڅو پایله نه ده ورکړې. د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین په وار وار ټينګار کړی چې اوکراین دې په ناټو کې د غړیتوب له هڅو لاس واخلي



































