پاکستاني پولیسو ویلي، چې وسلهوالو کسانو د بلوچستان ایالت د پنجګور ولسوالۍ په چټکان بازار کې پر درېیو خصوصي بانکونو برید کړی او له یادو بانکونو څخه یې تر ۱۵۵ میلیونه زیاتې روپۍ وړي دي. د راپورونو له مخې د پولیسو او وسلهوالو ترمنځ د پیسو د لېږد پر مهال نښته هم شوې، چې د ډزو له امله د یوه پولیس په ګډون دوه تنه وژل شوي او څلور نور پولیس ټپیان دي. پولیسو ویلي، د یادې پېښې په تړاو پلټنې پيل شوې دي.



































