د هلمند ولایت د ګرشک او موسی قلعه ولسوالیو ترمنځ د ٢٦.۵ کیلومتره سړک د دویم لاټ د رغولو چارې پیل شوې دي. د یاد ولایت د ټولګټو ریاست د ساختماني چارو آمر انجینر ګل احمد ویاړ رسنیو ته ویلي، چې دغه لاټ د ۲۶.۵ کیلومتره په اوږدوالي او ۱۲ متره په پلنوالي جوړېږي، چې پکې د ۲۱۲ پلچکونو او دوو سترو پلونو رغول شامل دي او چارې به یې د ۲۷ میاشتو په موده کې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.




































