د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ په ویرجینیا کې د خبرو پر مهال ویلي چې په لومړي سر کې یې له کیم جونګ اون سره ستونزې ډېرې وې او کیم جونګ هم تر ده ډېر غوسه و، خو کله یې چې لومړۍ لیدنه شوې دواړو ښې اړیکې جوړې کړې دي. دده په خبره له هغه وروسته د دواړو لورو ترمنځ ډېر لیکونه تللي راغلي دي. ټرمپ وایي ډېر ښکلي لیکونه مو یو بل ته استولي دي اوس دواړه پر یو بل مین یو. نوموړي ویلي، چې شمالي کوریا له خپلو اټومي پروګرامونو په شا شوې ده او ددواړو هېوادونو اړیکې بل پړاو ته د داخېلېدو په حال کې دي.