د هندي رسنیو د راپورونو له مخې د دغه هیواد په اسام ایالت کې د پولیسو او لاریونوالو ترمنځ نښته کې دوه کسان وژل شوي او د پولیسو په ګډون له ۵۰ ډېر ټپیان شوي دي. راپورونه وایي، چې د اسام په کاربي انګلونګ ولسوالۍ کې ځایي خلکو د ځمکو د غصب پر ضد لاریون وکړ، چې وروسته دغه لاریون په تاوتریخوالي واوښت. لاریونوالو د لاریون پرمهال ګڼو هټیو او د یوه ځایي چارواکي کور ته اور واچاوه او پر پولیسو یې هم ډبرې ووېشتې. پولیسو د لاریونوالو د پاشلو لپاره بیا له اوښکې بهوونکی ګاز څخه کار اخیستی دی.



































