د کډوالو او بېرته راستنېدونکو وزارت په خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي، چې د دغه وزارت وزیر مولوي عبدالکبیر ویلي، چې اسلامي امارت بېرته راستنېدونکو ته د ژمنیو بېړنیو مرستو ځانګړی پروګرام پیلوي. هغه دغه څرګندونې د یوناما له مرستیال اندریکا راتوته سره په کتنه کې کړې دي.سرچینې زیاته کړې چې په دې کتنه کې د یوناما مرستیال د اسلامي امارت هڅې ستایلي او د مرستو د دوام ډاډ یې ورکړی دی.



































