د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت په خپره کړې خبر پاڼه کې ویلي، چې په روانه اونۍ کې ۳۴۵ افغان کډوال چې د پاکستان په زندانونو کې بندیان وو؛ له زندانه تر خوشې کېدو وروسته بېرته خپل هیواد ته را ستانه شوي دي. د خبرپاڼې له مخې؛ دغه کسان چې د پاکستان په بېلابېلو زندانونو کې د یوې تر دوو میاشتو راهیسې بندیان وو، تر خوشې کېدو وروسته د سپین بولدک له لارې افغانستان ته ستانه شوي دي.



































