د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت خبر ورکړی، چې د دغه وزارت وزیر ملا حمیدالله آخندزاده په عمان کې د یاد هېواد د ټرانسپورټ، مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ له وزیر او د هوايي چلند ادارې له رئیس سره جلا جلا کتنې کړې دي. سرچینې ویلي، چې په دغو کتنو کې د ټرانسپورټي اړیکو پر پراختیا د خدماتو په برخه کې د دوه اړخیزو همکاریو پر پیاوړتیا، تفاهم لیکونو، هوايي ټرافیک، کارګو لېږد، هوايي دهلیزونو او د مسلکي کارکوونکو د ظرفیت لوړولو په اړه خبرې شوې دي.



































