د افغانستان د كركټ ملي لوبډلې نن د ايرلنډ د كركټ ملي لوبډلې ته په يوازينۍ ټېسټ يا پنځه ورځنۍ لوبه كې په اوو وېكټو ماتې وركړه او په دغه فارمټ لوبو كې يې لومړۍ تاريخي بريا خپله كړه. دا لوبه، چې پچه يې د ايرلنډ لوبډلې لوبډلمشر وګټله او د توپوهنې پرېكړه يې وكړه، د افغانستان په كوربه توب د هند د دهرادون ښار په راجيو ګاندي لوبغالي كې ترسره شوه. د ايرلنډ لوبډلې په لومړۍ پاڼۍ كې د ټولو لوبغاړو په سوځېدو ۱۷۲ منډې وكړې، خو افغان لوبډلې په لومړۍ پاڼۍ كې د ټولو لوبغاړو په له لاسه وركولو ۳۱۴ منډې وكړې. د ايرلنډ د كركټ ملي لوبډله په دوهمه پاڼۍ كې د ټولو لوبغاړو په سوځېدو وتوانېده ۲۸۸ منډې وكړي، خو د افغانستان لوبډلې وركړل شوى هدف په ۴۷ اعشاريه پنځه اورونو كې د درېيو لوبغاړو په له لاسه وركولو پوره كړ او لوبه يې وګټله.