پاکستاني رسنیو راپور ورکړی، چې پاکستاني صادروونکي له افغانستان سره د سوداګریزو لارو تړل کېدو له امله هر میاشت ۵۰ میلیارده کالدارې چې د ۱۷۷ میلیونه ډالرو معادل کېږي زیان ویني. په راپور کې راغلي، چې د پاکستاني سوداګرو له قوله ویل شوي، چې په اوږدمهاله توګه د دغو لارو تړل کېدو له امله کېدای ش، پاکستان د تل لپاره د افغانستان او منځنۍ اسیا مارکیټونه له لاسه ورکړي. سوداګرو له چارواکو غوښتي چې لارې په موقتي ډول پرانیزي، څو وروسته پاتېوالی او ځنډونه جبران شي.




































