د کانونو او پټرولیم وزارت ویلي، چې له دې وروسته له جواز پرته کان کیندنه غیر قانوني او جرم ګڼل کیږي او له سرغړونکو سره یې د قانوني چلن خبرداری ورکړی دی. یاد وزارت ویلي، له نن څخه وروسته تر راتلونکو شپږو میاشتو ټول هغه کاني توکي چې په غیر قانوني توګه استخراج شوي، ثبتوي او اړونده ولایتونو کې د شرکتونو رویالیټي ته په کتو ورته د صادراتو او انتقالاتو اجازه ورکوي. کانونو وزارت خبرداری ورکړی، که دغه موده کې کوم شرکت په غیر قانوني توګه استخراج شوي توکي ثبت نه کړي، بیا د ثبت او انتقال اجازه نه ورکول کیږي.




































