کابل ښاروالۍ ویلي، چې د خپلو بنسټیزو برنامو په دوام او د ترافیکي ګڼهګوڼې د کمښت په موخه، د نجات څلي په څلورلارې کې د انټرچېنج (دایروي رمپونو) په سیستم د موټرو یوه هوایي پله د جوړولو طرحه او ډیزاین چمتو شوی دی. د کابل ښاروالۍ د ښاري زیربناوو رییس انجنیر فایق احمد تسل ویلي؛ یاد هوایي پل چې، د کابل– لوګر پر اصلي سړک جوړېږي، د کابل ښار د نفوسو د زیاتوالي، د وسایطو د ډېرېدو او د پرمختللي او معیاري ترانسپورټي سیسټم د اړتیاو په پام کې نیولو سره ډیزاین شوی دی او د کابل ښاروالۍ له مهمو او ستراتیژیکو پروژو څخه ګڼل کېږي. نوموړي ویلي، په نجات څلي کې هوایي پل هر لوري ته په درېیو لینونو ډیزاین شوی، چې په ټولیزه توګه ۴۵۰ متره اوږدوالی او ۲۸ متره سور لري.




































