هند د ملګرو ملتونو په عمومي غونډه کې پر پاکستان سختې نیوکې کړې دي. د هند د بهرنیو چارو وزیرې سوشما سوارج د ملګرو ملتونو په ۷۳مه عومي غونډه کې پر نړیوالو غږ کړی، چې نور دې د پاکستان د دوه مخیتوب پر وړاندې خوله پټه نه نیسي. د نوموړې په وینا د ترهګرو مرکزونه او روزنځایونه دومره لرې نه دي، بلکې د افغانستان او هند په ګاونډ پاکستان کې پراته دي. نوموړې ویلي پاکستان په ټوله سیمه کې د ترهګرۍ، افراطیت او جګړو تخم کري او په همدې توګه خپلې ګټې پالي. نوموړې ویلي پاکستان تر هغه له خپلو دغو ورانکاره او له جنایت ډکو فعالیتونو لاس نه اخلي، چې دغه هېواد د نړیوالو له لوري انزوا نه شي. سوشما سوارج ویلي پاکستان یو ډېر دوه مخی او چالاک هېواد دی او په وینا یې لکه څنګه چې دغه هېواد ترهګر روزي همداسې د خپلو جنایتونو په پټولو کې هم مهارت لري. سوارج ویلي پاکستان له یوې خوا د خبرو وړاندیز ورته وکړ، خو څو ساعته وروسته یې عسکرو پر هندي پوځیانو برید وکړ، چې دا په ښکاره د پاکستان دوه مخیتوب ښيي. سوارج همدا راز دا نیوکه هم کړې ده، چې نړیوال د پاکستان پر وړاندې پټه خوله دي، ځکه اسامه بن لادن په دې هېواد کې وو او د ممبۍ د پېښو طراح ملا، لا هم د پاکستان پر سړکونو له ستونزې پرته چکرې وهي. هغه له نړیوالو غوښتی چې د ترهګرۍ ضد مبارزې په برخه کې د هند طرحه تایید کړي او په دې توګه د ترهګرو ملاتړي هېوادونه تر سختو فشارونو لاندې ونیسي.