د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیرخان متقي او د ایران د بهرنیو چارو وزیر سیدعباس عراقچي پر دوو اړخیزو اړیکو او سیمهییزو پرمختګونو ټلیفوني خبرې کړې دي. د ایران د بهرنیو چارو وزارت په خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي، چې دواړو خواوو پر بېلابېلو برخو په ځانګړې توګه پر اقتصادي او سوداګریزو اړیکو بحث کړی دی. په خبرپاڼه کې راغلي چې د دواړو لوریو چارواکو د اقتصادي اړیکو پر پراخولو، سوداګرۍ او دوو اړخیزو همکاریو د زیاتولو پر لارو چارو خبرې کړې دي. د خبرپاڼې له مخې، عراقچي د ترهګرۍ او بهرنۍ لاسوهنې پر وړاندې د ایران له خپلواکۍ او امنیت څخه پر دفاع ټینګار کړی دی.



































