د کرکټ نړیوالې شورا ( ای سي سي ) پریکړه کړې چې د ۲۰۲۶کال په شل اوریز نړیوال جام کې به د بنګله دیش په ځای د سکاټلنډ لوبډله ولوبوي. دغه پریکړه وروسته له هغې اعلان شوه چې بنګله دیش د امنیتي اندېښنو له امله په هند کې له لوبیدو انکار کړی و. د کرکټ نړیواله شورا ویلي، چې په هند کې د بنګله دیش لوبډلې لپاره هیڅ ډول ښکاره امنیتي اندېښنه نشته. د هند او بنګله دیش ترمنځ د کرکټ په ډګر کې دغه ناندرۍ وروسته له هغه راپورته شوې چې د هند کرکټ بورډ په ای پي ایل سیالیو کې د بنګله دیش د کرکټ ملي لوبغاړی مستفیض الرحمن لیرې کړ. د هندي رسنیو د راپورونو له مخې، مستفیض الرحمن په بنګله دیش کې له هندوانو سره د توپیري چلند له امله له لوبډلې لیرې شوي و.



































