د اندونېزيا په سولاوېسي ټاپو کې په وروستۍ زلزله کې د وژل شوو کسانو شمېر ۸۳۲ کسانو ته لوړ شو. مرستندویان وايي په پالو ساحلي ښار کې لا هم ګڼ خلک د ودانيو او پلورنځايونو په کنډوالو کې بند دي. د اندونیزیا مرستیال ولسمشر خبرداری ورکړی چې ښايي زرګونه کسان وژل شوي وي. د سړکونو د ورانېدلو او پلونو د نړېدلو له امله د ژغورنې هڅې له خڼد سره مخ دي. له لویې زلزلې وروسته پرون کرۍ ورځ دغه کوچني ټکانونه محسوسېدل. دغه پېښه کې لسګونه کسان لا هم بې درکه دي او ګومان کېږي د پالو ښار نړېدلو ودانیو لاندې به وي. د ښار پر سړکونو مړي لیدل کېږي او د روغتونونو نړېدو له کبله په موقتو کېږدیو کې د ځینې ټپیانو درملنه کېږي.