د فوټسال اسیا جام سیالیو په لړ کې ټاکل شوې د افغانستان د فوټسال ملي لوبډله نن مازیګر له ایران سره مخ سیالي ترسره کړي. دا لوبه د اندونیزیا په کوربه توب د فوټسال د اسیايي جام په ګروپي دور کې د افغانستان وروستۍ لوبه ده. افغان لوبډله دمګړۍ د ډي ګروپ په سر کې ځای لري ځکه خپلې دواړه لومړۍ لوبې یې ګټلي. په لومړۍ لوبه کې یې درې پر صفر سعودي عربستان مات کړی او په دویمه لوبه کې یې اوه پر صفر مالیزیا له مخې لرې کړې ده. د یادولو وړ ده، چې افغان لوبډله لا له وړاندې د اسیايي جام د فوټسال حذفي پړاو یا اتو غوره لوبډلو ته لار موندلې ده او د ایران په وړاندې بریا یا ماته به په راتلونکي پړاو کوم خاص تاثیر ونه لري خو یواځې به د ګروپ د سر ټیم معلومیږي.




































