د ملګرو ملتونو د بشردوستانه مرستو د همغږۍ دفتر (اوچا) راپور ورکړی، چې په افغانستان کې میلیونونه کسان د اوبو او روغتیا له بحران سره مخ دي او مرستو ته بېړنۍ اړتیا لري. د راپور له مخې د افغانستان ۶۷ سلنه وګړي له وچکالۍ او د اوبو له کمښت سره مخ دي، ۳۲ سلنه اوبو ته د لاس رسي په برخه کې پر ناامنه سرچینو تکیه دي او ۱۸ سلنه نور بیا اړینې د څښلو پاکې اوبه نه لري. اوچا زیاته کړې چې په ۲۰۲۶ کال کې به شاوخوا ۱۵.۶ میلیونه کسان د پاکو اوبو او روغتیا برابرولو مرستې ته اړتیا ولري. د راپور له مخې، له دې ډلې ۷.۸ میلیونه کسان د مرستندویه پروګرامونو اصلي هدف دي او دغو غوښتنو ته د غبرګون په موخه ۱۶۳.۳ میلیونو ډالرو ته اړتیا ده.




































