”د بلوچستان د ازادۍ غوښتونکي پوځ“په نوم ترهګرې ډلې په دې وروستیو کې د پاکستان په جنوب لوېديځ کې د بلوچستان ایالت په ګڼو سیمو کې بریدونه کړي، چې له امله يې ګڼو خلکو ته مرګژوبله اوښتې ده.
د چین د بهرنیو چارو وزارت ویاند لین جیان د فبرورۍ په ۳مې نېټې یوې خبري ناسته ته ويلي، چې هېواد يې د دغو بریدونو سخته غندنه کوي، پر وژل شويو کسانو خواشيني او ټپیانو ته د بېړنۍ روغتيا هيله او د دوی له کورنیو سره خواخوږي څرګندوي.
چين له هر ډول ترهګرۍ سره کلک مخالفت کوي او د تل په څېر به له ترهګرۍ سره په مبارزه، ټولنیز یووالي او ثبات ساتلو او د خلکو د خوندیتوب په برخو کې د پاکستان ټینګ ملاتړ وکړي.


































